کورراپورونهپاکستان پورونه له ۱۰۱ ټریلیونه کلدارو واوښتل؛ اقتصادي بحران د حکومت او...

پاکستان پورونه له ۱۰۱ ټریلیونه کلدارو واوښتل؛ اقتصادي بحران د حکومت او ولس ترمنځ واټن

راپور: باخترۍ ځلاند

افغانستان نيوز۲۴ ځانګړی راپور: د پاکستان اقتصادي وضعیت د پورونو د پراخېدو او د عامو خلکو د ژوند د لګښتونو د لوړېدو له امله له جدي ننګونو سره مخ دی؛ داسې وضعیت چې د دغه هېواد د حکومت پر مالي امکاناتو سربېره یې د خلکو پر اقتصادي او ټولنیز ژوند هم فشار زیات کړی دی.

د پاکستان د مرکزي بانک د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ مالي کال د جون د رسمي شمېرو له مخې، د دغه هېواد ټول پورونه او مالي مکلفیتونه ۱۰۱.۳۰۱ ټریلیونه پاکستانۍ کلدارو ته رسېدلي دي.

له دې ډلې ۸۶.۷۱۵ ټریلیونه کلدارې د حکومت عامه پورونه دي، چې ۵۹.۴۴۱ ټریلیونه یې کورني او ۲۷.۲۷۴ ټریلیونه یې بهرني پورونه دي.

د دغو پورونو د دروندوالي د اندازې لپاره، که د پاکستان د حکومت عامه پورونه د دغه هېواد پر ټول نفوس ووېشل شي، نو د هر وګړي پر حساب شاوخوا ۳۵۹ زره کلدارې پور راځي.

دا محاسبه د ۲۰۲۳ کال د سرشمېرنې د شاوخوا ۲۴۱.۵ میلیونه نفوس پر بنسټ شوې ده؛ البته دا د وګړو شخصي پور نه، بلکې د دولتي پورونو احصایوي وېش دی.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ مالي کال په بودجه کې د پورونو د خدمت، سود او اصلي قسطونو د ورکړې لپاره شاوخوا ۸.۰۵۴ ټریلیونه کلدارې ځانګړې کړې دي، چې د ټولې بودجې نږدې ۴۲.۹ سلنه جوړوي. دا وضعیت د حکومت د مالي امکاناتو یوه لویه برخه د پخوانیو پورونو د مکلفیتونو د پوره کولو لپاره ځانګړې کوي او د نورو عامه خدمتونو او پراختیايي پروژو لپاره پر بودجې فشار زیاتوي.

د پورونو او اقتصادي ستونزو اغېزې د خلکو په ژوند کې هم څرګندې دي. د نړیوال بانک د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر د راپور له مخې، په پاکستان کې د بېوزلۍ کچه په ۲۰۲۴–۲۰۲۵ مالي کال کې ۲۹ سلنې ته لوړه شوې او شاوخوا ۷۰ میلیونه وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د بېوزلۍ زیاتوالی، د خوراکي توکو او انرژۍ د بیو لوړېدل، د مالیاتو فشار، د کاري فرصتونو کمښت او د خلکو د پېرلو ځواک کمزوری کېدل هغه ستونزې دي چې د پاکستان ګڼې کورنۍ ورسره مخ دي.

اقتصادي شنونکي په دې باور دي چې د پورونو د سود او بېرته ورکړې لوړ لګښتونه، د حکومت د عوایدو محدودیتونه او د اقتصادي ودې کمزوری ظرفیت د هېواد د مالي ثبات پر وړاندې جدي ننګونې دي.

که حکومت د صادراتو د زیاتولو، کورني تولید د پیاوړتیا، د پانګونې د جذب او د دولتي لګښتونو د اصلاح لپاره اغېزمن ګامونه پورته نه کړي، د پورونو د کمولو او اقتصادي وضعیت د ښه کولو بهیر به له ستونزو سره مخ وي.

بلخوا، د اقتصادي فشارونو دوام کولای شي د حکومت او ولس ترمنځ واټن نور هم زیات کړي؛ ځکه د خلکو د ژوند د لګښتونو لوړېدل او د اقتصادي فرصتونو کمېدل د حکومت پر اقتصادي سیاستونو د خلکو نارضایتي زیاتوي.

شنونکي خبرداری ورکوي چې که د خلکو اقتصادي ستونزو ته پر وخت رسېدنه ونه شي او د ژوند د ښه کېدو لپاره عملي اقدامات ترسره نه شي، د پراخو لاریونونو او ټولنیزو ناکراریو احتمال هم زیاتېدای شي؛ هغه وضعیت چې د پاکستان پر سیاسي او اقتصادي ثبات به نور فشارونه وارد کړي.

که څه هم د پاکستان اقتصادي ستونزې یوازې د پورونو له امله نه دي او د دغه وضعیت د بدلون لپاره اقتصادي اصلاحات، د تولید زیاتوالی، د عوایدو پراختیا او د عامه باور پیاوړتیا اړین دي، خو د پورونو مخ پر زیاتېدو بار د دغه هېواد د راتلونکي اقتصادي ثبات لپاره یوه مهمه ننګونه بلل کېږي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې