کورلوبېافغانستان له اتلانو جام وړاندې خپلې دواړه تمريناتي لوبې وبايللې

افغانستان له اتلانو جام وړاندې خپلې دواړه تمريناتي لوبې وبايللې

افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له چمپينز ټرافي « اتلانو جام » سياليو وړاندې خپله لومړۍ تمریناتي لوبه پاکستان او دويمه هغه نيوزيلنډ ته وبايلله.

افغان لوبډلې په خپله دويمه تمريناتي سيالۍ کې نن « يکشنبه، سلواغې۲۸» له نيوزيلنډ کرېکټ ملي لوبډلې څخه د دوو وېکټو په توپير ماتې وخوړه.

دې سيالۍ کې افغانستان د خپلو نهو لوبغاړو په سوځېدو نيوزيلنډ ته د ۳۰۶ منډو هدف ټاکلی و.

افغانستان لپاره په توپ‌وهنه کې رحمان الله ګربز ۱۱۰، صديق اتل ۵۲ او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۴۰ منډې وکړې.

د سيالې نيوزيلنډ لوبډلې په ګټه مات هېنري، جاکوپ ډافي او ميچل‌سينتنر دوه- دوه وېکټې واخيستې.

نيوزيلنډ د افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف د اتو لوبغاړو په سوځېدو لاسته راوړ او په دوه وېکټو يې بريا خپله کړه.

د نيوزيلنډ په ګټه ډېوين کانوې ۶۶ مارک چپمن ۴۷ او ګلېن فیلیپس ۴۶ تر نورو لوبغاړو ډېرې منډې وکړې.

په افغان توپ‌اچوونکو کې راشد خان ، نور احمد دوه- دوه او فضل‌الحق فاروقي يو لوبغاړی وسوځاوه.

افغان لوبډلې په خپلې لومړۍ تمریناتي لوبه کې هم له پاکستان شاهينز لوبډلې څخه د ۱۴۴ منډو په ستر توپير ماته خوړلې وه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې داسې مهال خپله دواړه تمريناتي سيالۍ وبايللې چې راتلونکې جمعه « فبروري۲۱ » په اتلانو جام کې خپله لومړۍ رسمي سيالۍ کې د سويلي افريقا کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې