
افغانستان نيوز۲۴: افغان سوک وهونکي میلاد عزیزي د پاکستان د نړۍوال (فټ نایټ) په درېیم پړاو کې خپل تجربه لرونکي پاکستاني سیال ته ماتې ورکړه.
عزيزي چې د لاهور په ښار کې د عليرضا اساهي له عکس سره سالون ته ننوت، وتوانېد چې پاکستاني سوک وهونکي فدا محمد ته ماتې ورکړي.
ميلاد عزيزي چې پخوا د فري فایټ “اېم اېم اې” فعال و، دا ځل د سوک وهنې حلقې ته ننوت او بریالی شو.
تر دې وړاندې د میلاد عزیزي پاکستاني سیال فدا محمد په خپل ریکارډ کې د درېیو بریاوو او پنځو ماتو ریکارډ درلود او د عزیزي پر وړاندې یې شپږمه ماتې تجربه کړه.