کورنړۍزلمی خليلزاد: پاکستان پوځ او اقتصاد دواړه بد وضعیت کې دي

زلمی خليلزاد: پاکستان پوځ او اقتصاد دواړه بد وضعیت کې دي

افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان روان وضعیت ته په کتو سره ویلي، چې د دغه هېواد پوځ او اقتصاد په بد حالت کې دي.

نوموړي دغه خبرې تر هغه وروسته وکړې، چې فایننشل ټایمز د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان پوځ څنګه کوښښ کوي چې د پاکستان اقتصاد په خپل واک کې واخلي.

راپور زیاتوي، چې د دغه هېواد وسله وال ځواکونه د کانال له پروژې څخه را نیولې د انرژۍ تر قراردادونو پورې په هر څه کې دخیل دي او دې چارې پانګه اچوونکي غصه کړي دي.

زلمي خلیلزاد په خپل اېکس کې لیکلي: «پوځ د پاکستان په سیاست او حکومت واکمن دی. د فایننشل ټایمز په وینا، دوی د هېواد اقتصاد په خپل لاس کې اخلي. البته، دوی د امنیت مسؤلیت لري. پایله دا ده، چې درې واړه په بد حالت کې دي. پوځ باید اصلاحات راولي او په هغه څه تمرکز وکړي، چې باید د هغې اصلي ماموریت وي.».

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې