
افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان روان وضعیت ته په کتو سره ویلي، چې د دغه هېواد پوځ او اقتصاد په بد حالت کې دي.
نوموړي دغه خبرې تر هغه وروسته وکړې، چې فایننشل ټایمز د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان پوځ څنګه کوښښ کوي چې د پاکستان اقتصاد په خپل واک کې واخلي.
راپور زیاتوي، چې د دغه هېواد وسله وال ځواکونه د کانال له پروژې څخه را نیولې د انرژۍ تر قراردادونو پورې په هر څه کې دخیل دي او دې چارې پانګه اچوونکي غصه کړي دي.
زلمي خلیلزاد په خپل اېکس کې لیکلي: «پوځ د پاکستان په سیاست او حکومت واکمن دی. د فایننشل ټایمز په وینا، دوی د هېواد اقتصاد په خپل لاس کې اخلي. البته، دوی د امنیت مسؤلیت لري. پایله دا ده، چې درې واړه په بد حالت کې دي. پوځ باید اصلاحات راولي او په هغه څه تمرکز وکړي، چې باید د هغې اصلي ماموریت وي.».