کورافغانستاند افغان نجونو په اړه "دود ماتوونکي" فلم د مارچ په اوومه...

د افغان نجونو په اړه “دود ماتوونکي” فلم د مارچ په اوومه په امریکا او کاناډا کې خپرېږي

راپور: محمد مبین هڅاند
افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم په خپله فېسبوک پاڼه اعلان کړی چې د “دود ماتوونکي” فلم ډېر ژر خپرېږي.
دغه فلم، چې د اسکار جایزه ګټونکي بیل ګوتنتاګ لخوا جوړ شوی، د ۲۰۱۷ نه تر ۲۰۱۹ کال پورې د افغان نجونو د روباټیک ټیم د غړو ژوند کیسه بیانوي.
د “دود ماتوونکي” فلم به د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۷مه په امریکا او کاناډا کې د لومړي ځل لپاره خپور شي.
د فلم اصلي موسیقي د هالیوډ سندرغاړي جف بیل لخوا جوړه شوې، او د مشهورې افغان سندرغاړې آریانا سعید غږ هم په کې شامل دی.
دا فلم یوازې د روباټیک ټیم په اړه نه دی، بلکې د افغان نجونو د بریا او نوښت یوه ستره پیغام دی.
همدا ډول دا فلم ښيي چې کله نجونو ته د زده‌کړې او پرمختګ فرصتونه ورکړل شي، دوی کولای شي د هر ډګر لکه علوم، ټکنالوژي، انجینري، هنر او ریاضیاتو (STEAM) برخه کې حیرانوونکي کارونه وکړي.
دود ماتوونکی فلم نه یوازې د افغانستان د نجونو لپاره یوه الهام بخښونکي کیسه ده، بلکه دا نړۍ ته یوه پیغام ورکوي چې افغان نجونې نه یوازې د پوهې او ټکنالوژۍ په برخه کې برخه اخلي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره د امید او پرمختګ لاره هم پرانیزي.
دا فلم د افغانستان لپاره یو نوی انځور وړاندې کوي او نړۍ ته ښيي چې که افغان نجونو ته فرصت ورکړل شي، هغوی کولی شي په هر ډګر کې خلاق، ځلانده، او مخکښ ووسي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې