
افغانستان نیوز٢٤: فرانسې د «Crédit Mutuel Arkéa» بانکي ډلې ویلي، چې د یوه پېچلي سایبري برید په پایله کې یې د بانک له خپل حساب څخه نږدې ۱۰۰ میلیون یورو په ناقانونه توګه نورو بانکي حسابونو ته لېږدول شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بریدګرو د بانک د یوه بهرني خدمتوړاندې کوونکي شرکت د پلاتفورم له لارې بانکي سیسټم ته لاسرسی موندلی او د بانک له خپل حساب څخه یې پیسې نورو مالي بنسټونو ته انتقال کړې دي.
د بانک چارواکو ویلي، چې په دې پېښه کې د مشتریانو حسابونه او شتمنۍ نه دي زیانمنې شوې او غلا شوې پیسې د بانک خپلې وې. د بانک په وینا، د انتقال شویو پیسو یوه برخه بنده شوې او د پاتې پیسو د بېرته ترلاسه کولو هڅې روانې دي.
بانک زیاته کړې، چې برید له بهر څخه په پېچلي ډول ترسره شوی او پېښه یې تر کنټرول لاندې راوستې ده. د امنیتي تدابیرو په موخه د ځینو بانکي معاملاتو بهیر هم په لنډمهاله توګه درول شوی و.
بلخوا، د پاریس څارنوالۍ د دې پېښې په تړاو رسمي څېړنې پیل کړې دي او د فرانسې د سایبري جرمونو پولیسو ته یې د پلټنو دنده سپارلې ده.
د بانک په وینا، د غلا شویو پیسو وروستی مقدار لا نه دی مشخص شوی، خو د مالي زیان کچه نږدې ۱۰۰ میلیون یورو اټکل شوې ده.
