کورافغانستاند بې‌پولې خبریالانو سازمان: د طالبانو ۰۱۵ رياست خبریالان څاري او ګواښي

د بې‌پولې خبریالانو سازمان: د طالبانو ۰۱۵ رياست خبریالان څاري او ګواښي

افغانستان نيوز۲۴: د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) په یوه څېړنیز راپور کې ادعا کړې، چې د طالبانو د استخباراتو اړوند د «۰۱۵» رياست د افغان خبریالانو د څارنې، ګواښلو، نیولو او ځپلو په چارو کې مهم رول لري.

د دغه سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، یاد رياست د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو د څارنې په یوه مهم مرکز بدل شوی دی.

راپور زیاتوي، چې د دغه دفتر څارنیز فعالیتونه یوازې دودیزو رسنیو ته محدود نه دي، بلکې ټولنیزې شبکې او انلاین فعالیتونه هم تر څارنې لاندې نیسي.

د RSF د جنوبي اسیا برخې مسوولې، سلیا مرسیه ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې د څارنې او فشار داسې جوړښت رامنځته شوی، چې خبریالان د خپلو مسلکي فعالیتونو له امله د حکومت د مخالفینو په توګه ګڼل کېږي.

نوموړې خپلسرې نیونې، ګواښونه، پوښتنې ګروېږنې او د خبریالانو شکنجه د افغانستان د رسنیو په ډګر کې د وېرې او سانسور د پراخېدو لاملونه بللي دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان په خپل راپور کې د یو شمېر خبریالانو د تجربو او اسنادو پر بنسټ د دغو ادعاوو جزئیات هم وړاندې کړي دي.

«بلخوا، د طالبانو ویاند حمدالله فطرت د یاد سازمان پوښتنو ته په ځواب کې ویلي، چې د استخباراتو اړوندې ادارې د قانون په چوکاټ کې فعالیت کوي او له هېچا سره خپل‌سری چلند نه کېږي.»

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې