کورنړۍملا عبدالسلام ضعیف: پاکستان او هند جګړه مذهبي اړخ نه لري، پښتانه...

ملا عبدالسلام ضعیف: پاکستان او هند جګړه مذهبي اړخ نه لري، پښتانه دې خپل اولادونه له دې لوبې وساتي

افغانستان نيوز۲۴: پاکستان کې د ا.ا پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، د پاکستان او هند ترمنځ وروستي کړکېچونه سیاسي بللي او خبرداری یې ورکړی، چې پاکستان به د جهاد تر نامه لاندې پښتانه د هند پر وړاندې جګړې ته وهڅوي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «دهندوانو او پنجابیانو ترمنځ سیاسي جګړه ده، کوم مذهبي اړخ نه لري. پنجاب به هڅه وکړي چې پښتانه د جهاد په نامه د هند پر وړاندې جګړې ته تشویق کړي.»

ښاغلي ضعیف ټینګار کړی، چې پښتانه باید خپل ځان اولادونه د پاکستان له دې لوبې وساتي.

دا په داسې حال کې ده، هند تېره شپه له پښتونخوا سلګونه کیلومتره لرې پر کشمیر، پنجاب او څو نورو ښارونو درانه توغندیز بریدونه کړي دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې