
افغانستان نيوز۲۴: پاکستان کې د ا.ا پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، د پاکستان او هند ترمنځ وروستي کړکېچونه سیاسي بللي او خبرداری یې ورکړی، چې پاکستان به د جهاد تر نامه لاندې پښتانه د هند پر وړاندې جګړې ته وهڅوي.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «دهندوانو او پنجابیانو ترمنځ سیاسي جګړه ده، کوم مذهبي اړخ نه لري. پنجاب به هڅه وکړي چې پښتانه د جهاد په نامه د هند پر وړاندې جګړې ته تشویق کړي.»
ښاغلي ضعیف ټینګار کړی، چې پښتانه باید خپل ځان اولادونه د پاکستان له دې لوبې وساتي.
دا په داسې حال کې ده، هند تېره شپه له پښتونخوا سلګونه کیلومتره لرې پر کشمیر، پنجاب او څو نورو ښارونو درانه توغندیز بریدونه کړي دي.
