کورافغانستاند ننګرهار کې د زيتونو حاصلاتو د زیاتوالي تمه ښودل شوې

د ننګرهار کې د زيتونو حاصلاتو د زیاتوالي تمه ښودل شوې

افغانستان نيوز۲۴: د ننګرهار وادې کرنيز شرکت د هډې فارم د درېیم بلاک څخه سږکال د لوړ حاصلاتو تمه لري؛ که کوم طبيعي افت پېښ نه شي د زيتونو حاصل به زيات ترلاسه شي.

یاد بلاک چې ۱۱۶۰ جریبه مساحت لري، د کرنيزو، اګرونوميکي او جغرافیایي ارزښت له مخې د شرکت له مهمو تولیدي ساحو ګڼل کېږي. په دې بلاک کې شاوخوا ۸۰۰ جریبه زيتون، ۲۳۵ جریبه مالټې او ۱۲۵ جریبه ځنګلي ونې کرل شوي دي.

دا مهال د ننګرهار وادي کرنیز شرکت له‌ خوا په ټولیز ډول نږدې ۱۸۰۰ هکتاره ځمکه کې د زيتون باغونه شتون لري، چې په سیمه کې د زیتونو د تولید او اقتصادي پیاوړتیا او د طبیعي سرچینو د خونديتوب لپاره مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې