کورافغانستانپکتیکا ولایت کې ۷۳ مخابراتي انتنونه جوړېږي

پکتیکا ولایت کې ۷۳ مخابراتي انتنونه جوړېږي

افغانستان نيوز۲۴: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ولایتي سفرونو په لړ کې پکتیکا ولایت ته سفر کړی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر نجیب الله حیات حقاني د ولایتي سفرونو په دوام د هېواد جنوب ختیځ ولایت پکتیکا ته د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په موخه سفر کړی.

نجیب الله حیات حقاني د هېواد شمال شرق ولایتونو ته له سفر وروسته پکتیکا ولایت ته تللی او هلته یې د یاد ولایت له مرستیال والي مخدوم عبدالسلام سعادت، ځايي چارواکو، علماء کرامو او د سیمې له اوسېدونکو سره د مخابراتي خدمتونو د ارزونې، د ټي ډي ایف د لسمې پروژې د تطبیق او همدا راز د مخابراتي او انټرنټي ستونزو د حل په تړاو خبرې کړي.

ياد وزیر دغو لیدنو کې اړونده مسؤلینو او ځايي اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هېواد لرو پرتو سیمو ته ځانګړې پاملرنه کړې او هڅه کوي د هېواد ټولې برخې له مخابراتي خدمتونو برخمنې کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزات وزیر د پکتیکا ولایت د مرستیال والي مخدوم عبدالسلام سعادت او ګڼو نورو ځايي چارواکو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی له لوري د یو لړ سیمو چې لا هم له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي د ۴۴ نويو مخابراتي انټنونو منظوري ورکړه، چې جوړېدو سره به یې د پکتیکا ولایت ډیری لرې پرتې سیمې له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي.

د یادونې وړ ده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر دې وړاندې د یاد ولایت لرو پرتو سیمو لپاره ۲۹ نور مخابراتي انټنونه د ټي ډي ایف لسمې پروژه کې هم منظور کړي وو چې له دې سره به د ټولو هغو مخابراتي انټنونو شمېر چې پکتیکا ولایت کې جوړېږي ۷۳ مخابراتي سایټونو ته ورسېږي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې