
افغانستان نيوز۲۴: ننګرهار کې سږکال په ۲۰۳۷ هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوي، د ننګرهار په بهسودو، کامې، کوز کونړ، ګوشتې، بټي کوټ، مومندرې او لعلپورې ولسواليو کې په ۲۰۳۷ هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوي چې حاصل يې ۵۷۱۷۰ مټريک ټنه اټکل شوی.
تېر کال په ۲۲۴۲ هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوې وې چې ۶۱۹۹۴ ټنه حاصل يې ورکړی وو.
سږکال د هندواڼو په کر کې يو اندازه کموالی؛ ځکه راغلی چې تېر کال طبيعي افتونو او پېښو له امله کروندې زيانمنې شوې وې او خلکو د هغو سبزيجاتو کر ته مخه کړه چې ژر رسيږي او په مارکيټ کې يې بيه هم لوړه ده.
د هندواڼو کروندګر په بازار موندنه او د حاصلاتو په مناسب پلور کې له حکومت او ولس څخه د همکارۍ غوښتنه کوي.
