
افغانستان نيوز۲۴: د اسرائيلو دفاع وزارت څخه په يوه تازه خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي « موږ اوس دا تاییدولی شو چې د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز، د سپاه پاسداران انقلاب ځواک قوماندان او د ایران د بیړني حالت قوماندان ټول د ۲۰۰ څخه زیاتو جنګي الوتکو لخوا د اسراییلو په بریدونو کې له منځه وړل شوي دي.»
د اسرائيلو دفاع وزارت زياته کړې ده « دا درې بې رحمه ډله ییز قاتلین دي چې لاسونه یې د نړیوالو په وینو سره دي. نړۍ د دوی پرته یو ښه ځای دی.»
بله خوا د بيا د ايران مذهبي مشر علی خامنه يي په خپلو خبرو کې د اسراييلو له خوا د بريدونو ترسره کېدو وروسته ويلي چې اسرائيل به د يادو بريدونو لويه بيه پرې کړي.
