
افغانستان نيوز ۲۴: د لوګر سيمهييز چارواکي وايي، دغه ولايت کې د تېرې شپې سختو سېلابونو راوتلو له امله زرګونه جريبه کرنيزې ځمکې له منځه تللې، ګن کورونه يې ويجاړ کړي او سلګونه کورنۍ يې بې کوره کړې دي.
د دغه ولايت مقام وياند صديق احمد صديقي نن «شنبه، چنګاښ ۷مه » وويل، لوګر کې تېره شپه شاوخوا يوه نيمه بجې د ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي وو چې زرګونه جريبه کرنيزې ځمکې او فصلونه يې له منځه وړي، ډېر کورونه يې خراب کړي او سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
صديقي په خپلو خبرو کې زياته کړه چې دغو سیلابونو کې سرکونه بند شوي، د برېښنا پايې ويجاړې او د کروندګرو حاصلات هم زیانمن شوي دي.
ورته مهال د لوګر والي شيخ ضیاالرحمن مدني د سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه کې له زيانمنو خلکو سره غمشريکي وکړه او اړوند ادارو ته يې لارښوونه وکړه څو ډېر ژر سيمو ته روغتيايي او مرستندويه ټيمونه واستوي، څو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.
نوموړي له سوداګرو او مرستندويه بنسټونو د زيانمنو سره د مرستې غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره يوه شپه او ورځ کې د هېواد بېلابېلو ولايتونو کې سېلابونه راوتلي چې له خلکو ته ګن مالي زيانونه اړولي دي.
