کورافغانستانغلام خان بندر لاره د هر ډول تګ او راتګ پر مخ...

غلام خان بندر لاره د هر ډول تګ او راتګ پر مخ تړل شوي ده

افغانستان نيوز۲۴: پاکستان تېره ورځ شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو له ځlنم_رګي برید وروسته، افغانستان سره د غلام‌خان بندر لاره تړلې.

د خوست ولايت مقام یوه خبرپاڼه کې ویلي، پاکستان تېره شپه د غلام‌خان بندر د افغانستان کميسارۍ مسوولانو ته خبر ورکړلی چې یاده لاره د امنیتي ستونزو او مشکلاتو له امله تر نامعلوم وخت پورې تړل شوې ده.

خبرپاڼه کې له ټولو هېوادوالو، سوداګرو او مسافرو هیله شوې چې تر بلې خبرتیا پورې دې په یادې لارې له تګ راتګ ډډه وکړي او له بدیلو لارو څخه دې استفاده وکړي.

غلام‌خان لاره پاکستان سره يو له هغو ځمکنيو بندرونو دی چې ډيری صادرات او واردات پرې ترسره کيږي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې