کورافغانستانواخان جام؛ ماهيپر ستوري او هندوکش خپلو سيالانو ته ماته ورکړه

واخان جام؛ ماهيپر ستوري او هندوکش خپلو سيالانو ته ماته ورکړه

افغانستان نيوز ۲۴: د واخان ملي شل اوريز جام سياليو په لړ کې تېره ورځ دوه لوبې ترسره شوې چې پکې ماهيپر ستوري لوبډلې په څلورو وېکټو پامير ليجنډز ته او هندوکش سټرايکرز د پنځو وېکټو په توپير ميوند اتلانو ته ماته ورکړه.

لومړۍ لوبه تېره ورځ « يکشنبه، چنګاښ ۸مه » سهار پامیر ليجنډز د خپلو اتو ویکټو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه.

دې لوبډلې ته توپ‌وهنه کې محمد هارون ښه وځلېد، نوموړي ۹۲ وکړې، بلخوا توپ‌اچونه کې ماهيپر لوبډلې ته محمد سليم درې وېکټې واخيستي.ماهيپر ستوري لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې د شهزاد محمدي ۹۴ منډو پرمټ ترلاسه کړ.

شهزاد د دې سيالۍ غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.پامير ليجنډز ته ډېرې بلال سميع درې وېکټې ترلاسه کړې.

د تېرې ورځې دويمه لوبه چې ماسپښين مهال ترسره شوه، ميوند اتلانو د ۹ وېکټو په زيان هندوکش ته د ۱۴۷ منډو هدف ټاکلی وو چې هندوکش سټرايکرز د محمد اسحاق ۶۵ منډو پرمټ ياد هدف ترلاسه کړ او دغو سياليو کې يې دويمه بریا خپله کړه.

میوند اتلانو ته خليل احمد دوه او هندوکش ته فريدون داودزی درې وېکټې واخيستې.

د دې لوبې غوره لوبغاړی محمد اسحاق ونومول شو.د دغو سياليو په لړ کې به سبا «سه‌شنبه، جولای لومړۍ » ميوند اتلان له ماهيپر ستوري او هندوکش سټرايکرز له پامير ليجنډز سره د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.

واخان ملي شل‌اوره جام سيالۍ چې دوه ورځې وړاندې کندز کرېکټ لوبغالي کې د څلورو لوبډلو په ګډون پيل شوي، د جولای مياشتې تر اوومې نېټې به دوام ولري.د افغانستان کرېکټ بورډ مسوولينو ويلي، د دغو لوبو موخه شپږيزې ليګ ته د لوبغاړو په ګوته کول دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې