کورافغانستانپه یوه میاشت کې له ۱۷۷ زرو زیاتې الکترونیکي تذکرې وېشل شوې

په یوه میاشت کې له ۱۷۷ زرو زیاتې الکترونیکي تذکرې وېشل شوې

افغانستان نيوز۲۴: د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ترڅ کې یې د هېواد په کچه د آسان خدمت مرکزونو او د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو له لارې، ۱۷۷ زره او ۳۱۹ تنو هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې له یاد شمېرې څخه ۸ زره او ۷۵۰ تذکرې د وېش وروسته اړوندو خدماتو پورې اړه لري.

د ادارې د الکترونیکي تذکرو د خدمتونو ریاست د معلوماتو له مخې، کابل ولایت د ۳۵ زره او ۶۷۱، بلخ د ۱۴ زره او ۲۰، کندهار د ۱۱ زره او ۷۷۹، هرات د ۱۰ زره او ۱۶۶ او هلمند د ۸ زره او ۱۵۸ تذکرو په وېش سره، هغه پنځه ولایتونه دي چې په یاده موده کې یې تر ټولو زیاتې الکترونیکي تذکرې وېشلي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره همداراز څرګندوي، چې دا مهال په ټول هېواد کې ۷۵ مرکزونه، یو ګرځنده ټیم او همدارنګه په متحده عربي اماراتو کې یو بهرنی آسان خدمت مرکز فعال 0دی، چې هره ورځ ښځینه او نارینه مراجعینو ته د تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې