
افغانستان نيوز۲۴: د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیال، اندریکا راتواته، د افغانستان له ملي موزیم څخه لیدنه وکړه.
دغه موزیم، چې په ۱۹۱۹ میلادي کال کې جوړ شوی، د هېواد د زرګونه کلن بډایه فرهنګي او تاریخي میراث تمثیل کوي.
ښاغلي راتواته، چې همداراز په افغانستان کې د بشري مرستو همغږی کوونکی هم دی، د موزیم د لرغونو اثارو په اړه وویل: “د تاریخي اثارو دغه ټولګه د یوه هنر د تل پاتې ځواک یادونه کوي چې له جګړو، کډوالۍ او سختو وختونو راپاتې کېږي. دا یوازې مادي توکي نه دي؛ دا د یو ملت روح دی، چې له یوه نسل څخه بل ته لېږدول کېږي.”
د ملي موزیم نندارتونونه له یوناني-باختري سکو، اسلامي لاسلیکونو، د بودا مجسمو او د افغان دودیز لاسي صنعت له بېلابېلو بېلګو څخه جوړ شوي، چې هر یو یې د افغانستان د ژور تاریخي او فرهنګي هویت څرګندونه کوي.
سره له دې چې دغه موزیم د جګړو پر مهال له پراخو زیانونو او غلاوو سره مخ شو، خو له بیا رغونې وروسته اوس یو ځل بیا د افغان هویت او نه ماتېدونکي فرهنګي روحیه تمثیلوي.
