
افغانستان نيوز۲۴: تر ۱۳۰۰ ډېرو مدني فعالانو، سینماګرانو، خبریالانو او د ایران او افغانستان وګړو په یوه ګډ پرانستي لیک کې له ایراني چارواکو غوښتنه کړې چې له افغان کډوالو سره ناانساني چلن ودروي او بشري اصولو ته درناوی وکړي.
په دې لیک کې چې تازه خپور شوی، لیکوالانو ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو ځورونه، نیونه او جبري ایستل بېساري زیات شوي، او دا وضعیت د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ښکاره ټکر کې دی.
سرچینې زیاتوي چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، د افغان کډوالو پر وړاندې چلند نور هم سخت شوی او د نیونو لړۍ چټکه شوې ده.
د ایران د کورنیو چارو وزارت هم تایید کړې چې حتی د جګړې په ورځو کې د افغانانو نیونې نه وې درېدلې.
د ایران د نوي ولسمشر، مسعود پزشکیان، حکومت تېر کال د زمري په میاشت کې هغو افغانانو ته چې غیرقانوني ګڼل کېدل، له ایرانه د وتلو ضربالاجل ټاکلی و، خو د وروستیو امنیتي پېښو له امله دا بهیر اوس لا ډېر جدي شوی دی.
په پرانستي لیک کې ویل شوي: “په ایران کې د افغانانو پر وړاندې د فشار څپه چې په تېرو میاشتو کې پراخه شوې وه، اوس د اسلامي جمهوریت له لوري بېساري کچې ته رسېدلې ده.”
لیکوالانو له نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو مدافع سازمانونو او د ایران له حکومته غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو درناوی دې وکړي، د اجباري ایستلو لړۍ دې ودروي، او انساني کرامت ته دې پام وکړي.
