کورافغانستانملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان له ولسمشر سره وکتل

ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان له ولسمشر سره وکتل

افغانستان نيوز۲۴: د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۲مه نېټه د اذربایجان هېواد په خنکندي ښار کې د ازبیکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره وکتل.

د دې لیدنې پرمهال دواړو لورو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو، اوسپنې پټلۍ، سوداګرۍ، ترانزیټ او برېښنا باندې خبرې وکړې. ملا عبدالغني برادر اخوند په لومړي سر کې پر نړیوال سټېج د افغانستان په اړه د ازبیکستان جمهوریت له مثبت او واقعبینانه موقف مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د تلپاتې ښو اړیکو غوښتنه وکړه.  ملا برادر وویل: «دا مهال د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له یو میلیارد ډالرو څخه اوښتې ده، چې د پخوا په نسبت ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي. موږ هیله لرو چې دا کچه په راتلونکي کې دوه میلیارده ډالرو ته ورسېږي.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ازبیکستاني لوري وغوښتل چې د ازبیکستان له لارې منځنۍ اسیا او روسیې ته د افغاني توکو د صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي. هغه زیاته کړه، اړتیا ده چې دواړه ګاونډي هېوادونه داقتصادي ثبات، زېربنايي پراختیا او ښېرازۍ لپاره د کانونو، ترانسپورټ، ترانزیټ، خدمتونو، سیمه‌ییزې زېربنا او بنسټیزو پروژو د پیل او مدیریت په برخه کې یوځای کار وکړي. ورپسې د ازبیکستان ولسمشر ښاغلي شوکت میرضیایف خبرې وکړې.


هغه وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پرمختګونه رامنځته شوي او ازبیکستان په نړیوالو سټیجونو د افغانستان رښتيني واقعیتونه بیان کړي او کوښښ کوي چې دا واقعیتونه تر نړیوالو په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو پورې ورسوي. میرضیایف زیاته کړه، هېواد یې په افغانستان کې د مزارشریف – هرات – کندهار اوسپنې پټلۍ پروژه، د نساجي فابریکو جوړولو، د سیمنټو تولید، د تیلو د تصفیې کارخونو، د مالګې کانونو استخراج او پروسس، الکترونیکي حکومتولۍ او نورو سکټورونو کې د پانګونې ته چمتووالی لري. هغه وویل، چمتو دي چې د افغانستان له لوري د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژې د چارو په ژر بشپړېدو سره افغانستان ته د واردېدونکې برېښنا اندازه هم زیاته کړي.
شوکت میرضیایف وویل، ازبیک لوري ته به ځانګړی هدایت وکړي څو د ازبیکستان له لارې منځنۍ اسیا او روسیې ته د افغاني توکو په ځانګړي ډول کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي انتقالاتو، افغانانو ته د ویزو ورکړې.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې