
افغانستان نیوز۲۴: طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د روسیې فدراسیون دا اداره د افغانستان د رسمي حکومت په توګه پېژندلې ده.
په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال، د روسیې د حکومت دا رسمي پرېکړه رسماً ابلاغ کړې ده.
د روسیې سفیر دغه پرېکړه یوه تاریخي ګام بللی او زیاته کړې یې ده چې دا کار به د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو د پراخېدو او د نوې سیاسي او دیپلوماتیکې مرحلې د پیل لامل شي.
له بلې خوا، امیرخان متقي د روسیې له دغه اقدام هرکلی کړی او دا یې د متقابل درناوي نښه، او د کابل او مسکو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره مهم پرمختګ بللی دی.
په ورته وخت کې، د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد هم دا پرېکړه تایید کړې او د روسیې له دې اقدامه یې مننه کړې، دا یې د افغانستان په نړیوالو اړیکو کې یوه مهمه بدلون وباله.
