
افغانستان نيوز۲۴: د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر ( ISPR) اعلان کړی، چې په شمالي وزیرستان کې یې د یو لړ عملیاتو پر مهال ۳۰ تنه هغه وسله وال وژلي چې د هند ملاتړ يې د ځان سره لاره او د دوی ځینې ترهګریز پلانونه یې شنډ کړي دي. خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وسلهوال ډیورنډ کرښې ته څېرمه د جولای په لومړۍ او دوېیمه نېټه وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر لهخوا په خبر پاڼه کې زياته شوې، چې دغه وسلهوال یې ډیورنډ کرښې څخه د اوښتو پر مهال په نښه کړي او بیا یې وروسته د شمالي وزیرستان په حسن خېل سیمه کې چاڼیز عملیات هم ترسره کړي دي.
ورته ډول پاکستان پوځ ادعا کړې، چې له وژل شویو وسلهوالو څخه یې یو شمېر وسلې هم ترلاسه کړې دي.
دغو وژل شویو کسانو ته د پاکستان پوځ د «خوارجو» کلېمه کارولې، چې دوی یې «ټيټيپي» ته مخاطبوي.
د پاکستاني طالبانو تحریک ډله په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان او د پښتونخوا په یوشمېر نورو سیمو کې سخته فعاله شوې او د پوځیانو پر ضد یې خپل بریدونه هم پراخ کړي دي. لا تر اوسه پورې «ټيټيپي» د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.
د پاکستان پوځ په خپله خبرپاڼه کې له افغانستانه غوښتي، چې د پاکستان پر وړاندې د افغان خاورې د کارونې د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.
پوځ ټینګار کړی، چې د دوی ځواکونه د هېواد د پولو د دفاع او د هند لهخوا تمویلېدونکي ترهګرۍ د له منځه وړو لپاره ژمن دي.