کورنړۍمحسن داوړ: پاکستاني رسنۍ ولې د وزیرستان د وضعیت په اړه غلې...

محسن داوړ: پاکستاني رسنۍ ولې د وزیرستان د وضعیت په اړه غلې دي؟

افغانستان نيوز۲۴: د پاکستان د پارلمان پخواني غړي او ملي ډېموکراټیک ګوند مشر، محسن داوړ پوښتنه کړې چې ولې پاکستانۍ رسنۍ په وزیرستان کې د تندلاریتوب او پوځي عملیاتو پر ضد روانو لاریونونو ته هیڅ ډول خبري پوښښ نه ورکوي.
هغه پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «په وزیرستان کې د ترهګرۍ او پوځي عملیاتو پر ضد روان اعتراضونه هیڅ رسنیز پوښښ نه‌ لري. د پاکستان رسنۍ چیرته دي؟»
محسن داوړ همدا ډول له هغو خبریالانو او فعالانو پوښتنه کړې چې د اسراییلو پر ضد یې توند غبرګونونه ښودلي وو: « هغه خبریالان چیرته دي چې د اسراییلو پر ضد یې غصه ښودله؟ کله چې خبره د دوی د خپل کور شي، نو ولې چوپ دي؟ دا ډول انتخابي غصه د انصاف معیار نه شي جوړېدای. خیرات باید له خپله کوره پیل شي.»
داوړ، د پاکستان پر رسنیو تور پورې کړ چې د خپلو خلکو د کړاوونو، ژغورونکو غږونو، او بشري فریادونو پر وړاندې یا چوپه خوله دي او یا یې په قصدي ډول له پامه غورځوي.

پټه دې پاتې نه وي چې په شمالي وزیرستان کې د روانو نا امنیو له امله د پاکستان پوځ پرېکړه کړې چې په دغه سیمه کې د وسله والو پر وړاندې پوځي عملیات وکړي. خو پرون ورځ چې د ۴/۰۷/۲۰۲۵ تاريخ سره سمون خوري د شمالي وزیرستان د خلکو لخوا دغه پرېکړه د یو پراخه لاریون په ترڅ کې وغندل شوه او د دغو پوځي عملیاتو  سره يې کلک مخالفت ښکاره کړ.

د بشري حقونو مدافعین او د مدني ټولنې فعالان له وړاندې خبرداری ورکوي چې دا ډول انتخابي چوپتیا نه یوازې د بیان آزادۍ پر ضد ده، بلکې د خلکو باور هم له رسنیو او دولتي ادارو سره کمزورې کوي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې