
افغانستان نيوز۲۴: د بلخ ولایت د ط_الب_انو د والي دفتر وايي، د چین یو خصوصي شرکت له ط_الب_انو سره د پراخې اقتصادي همکارۍ ژمنه کړې ده.
د والي دفتر په خبره، یاد شرکت د یوې ناستې پر مهال ویلي، چې ډېر ژر به د واخان دهلېز له لارې د افغانستان او چین ترمنځ یو ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د چین دغه شرکت د افغانستان له اقتصادي فرصتونو هرکلی کړی او د اوږدمهالو پانګونو لیوالتیا یې ښودلې ده.
سیمهییز طالبان چارواکي دغه ژمنه د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې یو مهم پرمختګ بولي.
