کورنړۍد بښنې نړیوال سازمان پر پاکستان غږ وکړ چې بلوڅ فعالان خوشې...

د بښنې نړیوال سازمان پر پاکستان غږ وکړ چې بلوڅ فعالان خوشې کړي

افغانستان نيوز۲۴: د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د بلوڅو د حقونو فعالان له زندانونو ازاد کړي. یاد سازمان په خپل یوه تازه غبرګون کې ویلي، چې د بلوڅو د حقونو فعالان ماهرنګ بلوچ او ګلزار دوست په ګډون دې ټول له زندانونو ازاد کړي.
د روان کال د جولای په ۶ مه، د بلوڅ بشري حقونو مدافع ګلزار دوست د پاکستان د ترهګرۍ ضد څانګې له خپل استوګنځي څخه نیولی دی.

د پاکستان امنیتي ادارو پر ګلزار باندې د ترهګرۍ تورونه لګولي دي.
د پښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې باید د سوله ییزو بلوڅ فعالانو غیرقانوني نیول ودروي او سمدلاسه ټول فعالان د ګلزار او ماهرنګ بلوچ په ګډون خوشې کړي، چې له دریو میاشتو راهیسې په زندان کې دي.
په پاکستان کې مسوولو ادارو د دغو بلوڅ فعالانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان پر پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې د بلوڅ فعالانو د جبري ورکېدو په اړه “چټکې، بشپړې په او اغېزناکې پلټنې” وکړي
د بشري حقونو نړیوال سازمان ټینګار کړی چې پاکستاني چارواکي باید سمدلاسه د بلوڅ زده کونکو ځایونه افشا کړي او هغوی خوشې کړي.

یاد سازمان له پاکستاني حکومته غوښتي چې د بلوڅ فعالانو د ورکېدو مسوول کسان وپېژني او عدالت ته یې وسپاري.
یاد سازمان یادونه کړې چې د بلوڅ وګړو جبري بې درکه کول د پاکستان د بشري حقونو له نړیوالو مکلفیتونو څخه سرغړونه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې بلوڅ لاریون کوونکو د لیندۍ پر ۱۹مه د بلوڅ نسل وژنې، جبري ورکېدو او د دغه قومي اقلیت د هدفي وژنو پر ضد له ۲۷ ورځو پرلت وروسته یو لوی لاریون وکړ.
د پاکستان امنیتي چارواکو له هغه راهیسې یو زیات شمیر بلوڅ فعالان نیولي دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې