
افغانستان نیوز۲۴: د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد، د نړیوالې جنايي محکمې د تازه حکم په غبرګون کې دا پرېکړه «اعلانونه او اوتې بوتې» بللي دي او ویلي یې دي چې دغه محکمه نه پېژني.
د جرمونو نړیوالې محکمې نن د اسلامي امارت د مشر او د قاضيالقضات شیخ عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه خپره کړې ده؛ خو اسلامي امارت دا پرېکړه رد کړې.
مجاهد د خپلې اېکس (پخوانی ټویټر) پاڼې له لارې لیکلي: «په داسې حال کې چې په غزه کې د اسراییلي صهیونیستي رژیم او د هغوی د بهرنیو ملاتړو له لوري د نړۍوالې محکمې تر سترګو لاندې نسلوژنه روانه ده، هره ورځ لسګونه ښځې او ماشومان بې له کوم دلیله وژل کېږي، نو د بشري حقونو او نړیوال عدالت شعارونه د شرم خبره ده.»
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی چې: «داسې اعلانونه او څرګندونې د اسلامي امارت پر شرعي موقف او کلک هوډ هېڅ اغېز نه شي کولی. موږ د نړیوالې جنايي محکمې نوم، صلاحیت او ادارې ته نه التزام لرو او نه یې رسمیت پېژنو.»
