
افغانستان نيوز ۲۴: د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولايت خوږياڼو ولسوالي وزيرو سيمې څخه يو موټر چلوونکی چې درې ورځې وړاندې انسان تښتوونکو چپرهار ولسوالي ته تښتولی و، ژغورلی دی.
د ياد ولايت امنيه قومنداني يوې خبرپاڼه کې ويلي، انسان تښتوونکو د دغه کس له کورنۍ څخه سل زره امريکايي ډالر غوښتل، خو د چپرهار ولسوالي امنيتي ځواکونو انسان تښتوونکي نيولي او موټر چلوونکی يې ژغورلی دی.
د تښتول شوي کس کورنۍ له امنیتي ځواکونو مننه کړې چې دوی يې له ځاني او مالي زيان نه ژغورلي.
د یادولو ده چې څلور ورځې وړاندې امنيتي ځواکونو د دغه ولايت بټي کوټ ولسوالي کې هم د غلو يو بانډ نيولی و چې موټر به يې غلا کول او وروسته به يې پرزه کول.
