کورافغانستاند طالبانو ريس الوزراله ايران وغوښتل چې د افغانانو سره ناوړه چلند...

د طالبانو ريس الوزراله ايران وغوښتل چې د افغانانو سره ناوړه چلند بس مړي

افغانستان نیوز۲۴: د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند له ایرانه غوښتي چې د افغان کډوالو د را ایستلو پر مهال دې هغوی سره له سپکاوي چلند ډډه وکړي.

ارګ یوه اعلامیه کې ویلي چې ایراني مسوولین دې اجازه ورکړي، ترڅو افغان کډوال په تدریجي ډول او عزت سره خپل هېواد ته راستانه شي.

اعلامیه کې د رییس‌الوزرا له اړخه ويل شوي چې ایران دې د ګاونډيتوب اصل ته پام وکړي.

هغه غوښتنه کړې چې افغانو کورنیو ته دې اجازه ورکړ شي، څو خپل منقوله توکي وطن ته ولېږدولای شي او غیر منقول اموال او حسابونه په مناسبه توګه تنظیم کړي.

رییس‌الوزرا ټينګار کړی چې ايراني مسوولان بايد د کډوالو په را ایستلو کې له زغم کار واخلي، ترڅو دا موضوع د دواړو ولسونو ترمنځ د “کرکې او نفرت” لامل نه شي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې