کورافغانستانامر بالمعروف بغلان کې شپر کسان د شراب څښلو په تور نيولي

امر بالمعروف بغلان کې شپر کسان د شراب څښلو په تور نيولي

افغانستان نيوز ۲۴: د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدو وزارت وايي، د بغلان ولايت تاله و برفک ولسوالي کې يې شپږ کسان د شراب څښلو او ناقانونه کړنو په تور نيولي.

دغه وزارت نن « شنبه، چنګاښ ۲۱مه » پر اېکس يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دغه کسان د ياد ولايت امر بالمعروف او نهې عن المنکر رياست د محتسبينو له‌لوري د تاله و برفک ولسوالي عاشقانو درې سيمې په يوه ميلمستون کې د شراب څښلو پرمهال نيول شوي دي.

نيول شوي کسان به له لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د امر بالمعروف وزارت مسوولين زياتوي چې چاته اجازه نه ورکوي څو ټولنه بې لارې کړي او ډاډ ورکوي چې ټولنه کې د بدو رواجونو، فساد او غيرې شرعي کړنو مخنيوي ته ژمن دي.

د يادولو ده چې دغه وزارت له دې وړاندې هم د هېواد بېلابېلو ولايتونو کې د ورته پېښو مخنيوی کړی دی.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې