
افغانستان نیوز۲۴: د بلخ ولایت امنیتي ځواکونو د استخباراتو ریاست سره په همغږۍ، د احمدشاه جان په نوم ۱۳ کلن ماشوم، چې څو ورځې وړاندې د مزارشریف ښار له اوومې ناحیې څخه تښتول شوی و، نن په یو هدفمند عملیات کې ژغورلی او خپلې کورنۍ ته روغ رمټ سپارلی دی.
یاد عملیات د بلخ والي ملا محمدیوسف وفا په مشرۍ، د ملي استخباراتو، ۸۸۸ قطعې، امنیې قومندانۍ او نورو امنیتي بنسټونو لهخوا د مزارشریف ښار د څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې ترسره شول. د عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو او سړيتښتوونکو تر منځ نښته شوې، چې په نتیجه کې دوه سړيتښتوونکي وژل شوي او یو تن ژوندی نیول شوی دی.
د ماشوم د خلاصون له عملیاتو وروسته، نوموړی د بلخ ولایت په مقام کې د چارواکو لهخوا خپلې کورنۍ ته وسپارل شو. د ماشوم کاکا، حیاتالله، د اسلامي امارت له امنیتي ځواکونو مننه وکړه او دا یې د کورنۍ او حکومت یوه مهمه لاستهراوړنه وبلله.
