
افغانستان نيوز ۲۴: د غزني امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولایت قره باغ ولسوالي ټولاخېلو کلي کې وسلوالو پر يوه کور بريد کړی چې له امله پنځو تنو ژوند بايللی او يو ژوبل دی.
د دغه ولايت مقام وياند عزت الله سعيدي نن « دوشنبه، چنګاښ ۲۳مه » يوې خبرپاڼه کې ويلي چې دغه کسان د شخصي دوښمنۍ له امله تېره شپه پر يوه تازه جوړ شوي کور کې وژل شوي.
نوموړي زياته کړې چې د دغې پېښې په تړاو ځينې کسان هم نیول شوي، خو شمېر يې څرګند کړی نه دی.
سعيدي وړاندې ويلي چې نيول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د ويلو ده چې نن ورځ د خوست اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالي کې امنيتي ځواکونو له يوه کور څخه ګن شمېر نظامي تجهيزات کشف او ترلاسه کړي وو.