کورافغانستانمحمد اشرف غني؛ مطیع الله تراب د لسیزو غوره شاعر ياد کړ

محمد اشرف غني؛ مطیع الله تراب د لسیزو غوره شاعر ياد کړ

افغانستان نیوز۲۴: د افغانستان اسلامي جمهوریت پخوانی ولسمشر د پښتو ژبي د ولسي شاعر مطیع الله تراب پر مړینې خواشینې څرګنده کړې او ویلي دي چې د هغه د ژوند پیغام تل پاتې دی.

محمد اشرف غني نن چهارشنبه د جولای په ۱۶ مه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې د یو پیغام په خپرولو سره زیاته کړې چې ولسي شاعرانو له ډېرې مودې راهیسې د افغانانو د احساساتو، ستونزو، هیلو او خیالونو استازیتوب کړی دی.

د هېواد پخواني ولسمشر همدا ډول څرګنده کړې چې خدای بښلي تراب د ولسي شاعرانو دغه لړۍ ژوندۍ ساتلې وه، غږ یې وچت، ژبه یې سوچه، دردونه یې ژور او هیلې یې د باعزته ژوند لپاره روښانه و.

نوموړي په لر او بر کې د خدای بښلي تراب ملګرو، خواخوږو، هېوادوالو او د هغه کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پښتو ژبې دغه نوموتی او منل شوی ولسي شاعر دوه ورځې وړاندې د زړه د ناروغۍ له کبله په حق ورسید او تېره ورڅ په ننګرهار ولایت کې خاورو ته وسپارل شو.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې