
افغانستان نيوز ۲۴: د افغانستان سرپرست حکومت وايي، د سوريې پر خاوره په ځانګړي ډول دمشق او نورو ځايونو باندې د اسراییلو بريدونه په کلکو ټکو غندو.
د سرپرست حکومت د وياند مرستيال نن « چهارشنبه، چنګاښ ۲۵مه » پر اېکس پاڼې لیکلي:« دغه ډول تجاوزونه نه یواځې د یوه خپلواک دولت د حاکمیت نقض دی، بلکې د ټولې سيمې د لا بېثباته کولو او هرج و مرج خپرولو سيستماتيک جنايت دی.»
نوموړي زياته کړې چې سرپرست حکومت سيمه کې پر اغېزناکو هېوادونو او سازمانونو غږ کوي چې د دغو ښکاره تیريو پر وړاندې خپل مسوليت ادا کړي او د اسراييل دا ډول تجاوزونه ژر تر ژره ودروي او د سوريې ولس، مشروع حکومت، خپلواکۍ او حاکميت ته درناوی ولري.
د راپورونو لهمخې؛ اسراییلو نن «چهارشنبه» پر سوريې په ځانګړې توګه دمشق ښار باندې بريدونه کړي او د دغه هېواد دفاع وزارت يې بمبار کړی دی.
اسراييلو يوې خبرپاڼه کې ويلي، دغه بريدونه يې د سوريې جنوب سويدا ولايت کې له دروز لزکيو د ملاټړ لپاره کړي دي.
له دې وړاندې د سوريې دولتي رسنيو ويلي وو چې د اسراييل ډرون الوتکو دمشق ښار تر بريدونو لاندې راوستی او دغو بریدونو کې ملکي خلکو ته زيان هم اوښتی دی.