
افغانستان نیوز۲۴: د شمالي وزیرستان د ټولو سياسي ګوندونو له خوا نن یوه پراخه ولسي پاڅون ترسره شو، چې پکې د مختلفو سیاسي ګوندونو استازو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او د ټولنې د بېلابېلو برخو استازو ګډون وکړ.
د پاڅون ګډونوالو په دې توافق وکړ چې له وزیرستان څخه وتل به ونه مني او د خلکو جبري بېځایهکول، کډوالۍ ته مجبورول، یا د انخلا هر ډول پلانونه د منلو وړ نه دي.
ګډونوالو ټینګار وکړ چې په خپل وطن کې پاتې کېږي او د خپلې خاورې دفاع به کوي.
همدارنګه، دوی د ګرځبندیز، پوځي چېکپوسټونو، ډرون بریدونو، او د خلکو جبري تری تم کولو د دوام مخالفت وکړ او اعلان یې وکړ چې د دې ظالمانه کړنو پر وړاندې به منظمه، سولهییزه او دوامداره مبارزه کوي.
د پاڅون ګډونوالو وویل چې ولس نور به چوپ نه وي او د هر ډول ناامنۍ، ظلم او استبداد پر وړاندې به دریږي.
په پای کې، ګډونوالو له ټولو اړوندو ادارو او نړیوالو سازمانونو وغوښتل چې د شمالي وزیرستان د خلکو حقونه تضمین او د سیمې ستونزې جدي ونیسي.