کورنړۍاسلام‌اباد محکمې د خیبر پښتونخوا وزیراعلی د نیولو حکم صادر کړ

اسلام‌اباد محکمې د خیبر پښتونخوا وزیراعلی د نیولو حکم صادر کړ

افغانستان نیوز۲۴: د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې یوې سیمه‌ییزې محکمې د خیبر پښتونخوا د اوسني وزیراعلی علي امین ګنډاپور د نیولو امر کړی دی.

دا پرېکړه د هغه په وړاندې د ناقانونه وسلو او شرابو د ساتلو د دوسیې په تړاو شوې ده.

یاد حکم وروسته له هغې صادر شو، چې نوموړي له محکمې څخه د حاضرېدو پر ځای د معافیت غوښتنه کړې وه، خو قاضي د غوښتنې له منلو انکار وکړ.

محکمې دا هم خبرداری ورکړی، که ګنډاپور د روانې جولای میاشتې تر ۲۱مې نېټې محکمې ته حاضر نه شي، ممکن قضایي پرېکړه په غیابي ډول صادره شي، او نوموړی به د مدافعې له قانوني حق څخه بې‌برخې شي.

امنیتي چارواکو ته سپارښتنه شوې چې د یاد حکم د تطبیق په برخه کې هېڅ ډول ځنډ ونه کړي او د هغه د نیولو چارې سمدلاسه ترسره شي.

دا حقوقي اقدام په داسې وخت کې کېږي، چې یوه اوونۍ وړاندې علی امین ګنډاپور له لاهوره د پاکستان تحریک انصاف په استازیتوب د پراخو مدني لاریونونو د پیل اعلان وکړ.

د دغو مظاهرو هدف، د دغه ګوند د مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان خوشې کول بلل شوی دی.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې