کورافغانستانامرالله صالح: د اساسي قانون په راتلونکې جرګه کې دې د ډیورنډ...

امرالله صالح: د اساسي قانون په راتلونکې جرګه کې دې د ډیورنډ کرښې موضوع مطرح شي

افغانستان نیوز۲۴: د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح، ویلي چې د ۲۰۰۴ کال د اساسي قانون په لویه جرګه کې د ډیورنډ کرښې موضوع مطرح نه‌شوه، او دا یوه تاریخي تېروتنه وه چې باید اصلاح شي.

صالح، چې دا څرګندونې یې د اېکس (پخواني ټویټر) له لارې کړې دي، لیکلي:
«زه د اساسي قانون د ۲۰۰۴م کال د جرګې غړی نه وم، خو هېچا هم د ډیورنډ کرښې موضوع مطرح نه کړه. افغانستان هغه مهال د نړیوالو د پاملرنې مرکز و، او که دغه مسله راپورته شوې وای، کېدای شوای چې دایمي حل‌لاره ورته وموندل شي.»

نوموړي زیاته کړې، چې یاده لویه جرګه هم دننه او هم بهر مشروعیت درلود، او دا یوه مناسبه تاریخي موقع وه چې هېواد پرې ګټه اخیستلی شوای.

په بل پوسټ کې، صالح لیکلي:
«دا ممکن نه وه چې په اساسي قانون کې ولیکل شي چې د افغانستان جغرافیه نیمګړې ده، خو دا هم ناسمه وه چې د ډیورنډ پر سر هیڅ یادونه ونه شي.»

هغه ټینګار کړی چې د اساسي قانون په راتلونکې لویه جرګه کې باید د ډیورنډ لانجه یو مهم بحث وي، څو دا موضوع د ملي اجماع له لارې حل شي.

د یادونې وړ ده چې د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه له اوږدمهاله او جنجالي سرحدي موضوعاتو څخه ده، چې له کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکو ته زیان رسولی دی.

د افغانستان ډېری سیاسي مشران باور لري چې د ډیورنډ برخلیک باید د حکومتونو له لوري نه، بلکې د دواړو خواوو ولسونه او قومونه یې وټاکي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې