
افغانستان نیوز۲۴: د طالبانو د مالیې وزارت او د حبیبالله ځاځي شرکت تر منځ د عامه او خصوصي همکارۍ په چوکاټ کې، د باغ بالا په سیمه کې د یوې نوې تفریحي پروژې د پلي کولو هوکړه وشوه.
د دغه تړون د لاسلیک مراسم د مالیې وزارت د اداري مرستیال مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ ترسره شول، چې د یاد شرکت رئیس حبیبالله ځاځی هم پکې ګډون درلود.
د مالیې وزارت مرستیال د تړون جزییات شریک کړل او څرګنده یې کړه چې د کابل ښار څلورمه ناحیه کې موقعیت لرونکې دا تفریحي ساحه، ۱۶۰ جریبه مځکه نیولې، او د شاوخوا ۳۶۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د شل کلنې پانګونې هوکړه پرې شوې ده.
په همدې مراسمو کې، د حبیبالله ځاځي شرکت مشر د اسلامي امارت هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې دا پروژه به د قرارداد له اصولو سره سم، په لوړ کیفیت او تخنیکي معیارونو پوره ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې دا پروژه به د کابل ښاریانو لپاره نه یوازې د تفریح فرصتونه برابر کړي، بلکې د چاپېریال زرغونتیا او ښاري خدمتونو د پراخېدو لامل به هم شي
