کورافغانستاناسلامي امارت: د ډیورنډ کرښې اغزن تار د منلو وړ نه‌ دی

اسلامي امارت: د ډیورنډ کرښې اغزن تار د منلو وړ نه‌ دی

افغانستان نیوز۲۴: د اسلامي امارت د دفاع وزارت لوی درستیز  فصیح‌الدین فطرت وایي چې د ډیورنډ کرښې پر اوږدو غځول شوی اغزن سیم د افغان دولت لپاره د منلو وړ نه‌دی او دا کرښه لا هم یوه «فرضي پوله» ګڼل کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې نن (سه‌شنبه، د سرطان ۳۱مه) د دفاع وزارت د تېر یو کلن فعالیت د راپور وړاندې کولو پر مهال وکړې.

فصیح‌الدین ټینګار وکړ چې د افغانستان د خاورې تمامیت ته ژمنتیا د اسلامي امارت له اساسي اصولو څخه ده، او هر ډول سرحدي سرغړونه به جدي ځواب ومومي.

لوی درستیز زیاته کړه، چې په تېرو کلونو کې له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره د پولو په اوږدو کې شخړې رامنځته شوې، خو اسلامي امارت هڅه کړې چې دا ډول پېښې د دیپلوماتیکو خبرو له لارې حل کړي.

د فصیح‌الدین په وینا، د ډیورنډ کرښې او نورو سرحدي سیمو د کنټرول په موخه د هېواد په بېلابېلو پولو کې ۱۵ سرحدي لواوې، ۹۳ کنډکونه او ۷۶۵ سرحدي پوستې ځای پر ځای شوې دي، څو له سرحدونو د اغېزمنې څارنې تضمین وکړي.

همدارنګه، نوموړي وویل چې د وزارت له لوري د پوځ تجهیز او بیا فعاله‌سازی دوام لري، او په تېر یو کال کې ۸ چورلکې، له ۴۱ زرو زیات نقلیه وسایط، شاوخوا ۶۵۰۰ درنې او سپکې وسلې او ۷۲۴ مخابراتي وسایل ترمیم او بیا فعال شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د دفاع وزارت دغه راپور د امارت د نظامي ظرفیت د پیاوړتیا، د سرحدونو د خوندیتوب او د ملي حاکمیت د دفاع په موخه د روانو هڅو یوه برخه بلل کېږي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې