کورافغانستانافغانستان او پاکستان د ترجیحی تعرفو هوکړه لاسلیک کړه

افغانستان او پاکستان د ترجیحی تعرفو هوکړه لاسلیک کړه

افغانستان نیوز۲۴: اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د پاکستان اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ وزارت ترمنځ د ترجیحی تعرفو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه‌لیک نن، د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۲۳مه نېټه، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د معین ښاغلي جاوید پاول ترمنځ لاسلیک شو.

د تړون له مخې، دواړه هېوادونه پر مشخصو صادراتي توکو تعرفې راټیټوي.

له افغانستان څخه پاکستان ته د انګورو، انارو، سیبو او رومیانو صادراتو باندې تعرفه، چې پخوا تر ۶۰ سلنې پورې وه، اوس به یوازې ۲۷ سلنه وي.

همداراز، له پاکستان څخه افغانستان ته د آم، کینو، کیلو او الوګانو پر صادراتو تعرفه هم ورته کچه ته راکښته شوې ده.

یاد تړون یو کلن دی او د ۲۰۲۵ کال د اګست له لومړۍ نېټې څخه به عملي شي.

د چارواکو په وینا، دا هوکړه د تمدید وړ ده او په راتلونکې کې کېدای شي نور سوداګریز اقلام هم پکې شامل شي.

د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ وزارتونه هیله لري چې دا ګام به د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، سیمه‌ییزې سوداګرۍ د پراختیا او د بزګرانو او سوداګرو د اقتصادي ودې لپاره مهم فرصتونه رامنځته کړي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې