
افغانستان نیوز۲۴: د اوکراین په پلازمېنه کیف ښار کې لسګونه کسانو د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر ضد لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د سولې له نه تامین، د اوږدې جګړې دوام، او د ولسمشر زلنسکي له پالیسیو سخت انتقاد وکړ.
دوی ادعا کوي چې زلنسکي د سولې د هڅو پر ځای د جګړې دوام ته لومړیتوب ورکوي او په خپله پالیسۍ کې دیکتاتورانه چلند غوره کړی دی.
لاریون کوونکو داسې شعارونه ورکړي دي.
“موږ جګړې ته نه بلکې سولې ته اړتیا لرو، زموږ اولادونه د جګړې قربانیان مه ګرځوئ!”
دا اعتراض په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د اوکراین جګړه د روسیې پر ضد لا هم روانه ده او د زرګونه ولسي وګړو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د اوکرایني چارواکو لهخوا تر اوسه د دغې مظاهرې په تړاو رسمي څرګندونې نه دي شوې.