کورافغانستانملګري ملتونه: په زور راستانه شوي افغانان له بشري سرغړونو سره مخ...

ملګري ملتونه: په زور راستانه شوي افغانان له بشري سرغړونو سره مخ دي

افغانستان نیوز۲۴: د ملګرو ملتونو یوه نوې راپور خبرداری ورکړی چې زرګونه افغان کډوال، چې په زور له ایران او پاکستانه راستانه شوي، له شکنجې، خپل‌سري نیونې او جدي بشري حقونو سرغړونو سره مخ دي.

راپور زیاتوي چې دغه کسان، په ځانګړې توګه ښځې، د پخواني حکومت کارکوونکي، خبریالان او مدني فعالان، د غچ اخیستنې، محدودیتونو او ناوړه چلند قربانیان دي.

دا موندنې د ۲۰۲۴ کال پر مهال له ۴۹ راستانه شویو سره د مرکو له لارې ثبت شوي دي.

د بشري حقونو د عالي کمیشنر ولکر ترک په وینا، هېڅوک باید هغه هېواد ته ونه لیږل شي چې هلته د ځورونې له ګواښ سره مخ وي.

راپور له نړیوالو دولتونو غواړي چې د استولو دمخه انفرادي ارزونې وکړي او هغو کسانو ته خوندي لاره برابره کړي چې له جدي خطر سره مخ دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې