
افغانستان نیوز۲۴: د طالبانو د امنیتي او تصفیوي کمېسیون په نوې پرېکړه کې ټولو هغو طالب چارواکو او جنګیالیو ته دوه میاشتې وخت ورکړل شوی، چې کورونه یې له افغانستان څخه بهر دي، ترڅو خپل استوګنځایونه هېواد ته را انتقال کړي.
په یوه رسمي مکتوب کې ټینګار شوی، که چیرې یاد کسان په ټاکل شوې موده کې دغه دستور عملي نه کړي، له خپلو دندو به ګوښه شي.
دغه اقدام داسې مهال ترسره کېږي چې طالبان هڅه کوي د خپلو صفونو نظم ټینګ کړي او د بهرنیو اړیکو پر شفافیت تمرکز زیات کړي.
