کورنړۍد خیبر پښتونخوا وزیر اعلی: ښه طالبان که ستاسې په کار وي،...

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی: ښه طالبان که ستاسې په کار وي، په پوځ کې یې ځای پر ځای کړئ

افغانستان نیوز۲۴: د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی، علي امین ګنډاپور، د ناامنۍ د زیاتوالي په غبرګون کې ویلي، چې دا ایالت نور د پوځي عملیاتو توان نه لري او حکومت ته به د نویو نظامي عملیاتو اجازه ورنه کړي.

ګنډاپور په پېښور کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې د پوځي چارواکو له یادونې پرته وویل: «زه له هېچا نه ډارېږم. که ښه طالبان ستاسو  په  کار دي، نو په پوځ کې یې ځای پر ځای کړئ، او که نه، نو بل ځای یې واستوئ. موږ په خپله سیمه کې د ښه او بد طالب تر منځ توپیر نه منو.»

نوموړي وویل، چې د تېر وخت پوځي عملیاتو هیڅ مثبت پایله نه درلوده او یوازې یې عام خلک زیانمن کړي دي.

هغه زیاته کړه، چې دا عملیات د استخباراتي نیمګړتیاوو له امله ناکام شول، ځکه چې وروسته بېرته هماغه وسله‌وال کسان سیمو ته راوستل شول.

د وزیر اعلی په وینا، ناامني د خیبر پښتونخوا پر ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت منفي اغېز کړی او اوسنی حالت د لا نورو پوځي عملیاتو نه، بلکې د یوه سیاسي حل غوښتنه کوي.

ګنډاپور همدا ډول د فدرالي حکومت له لوري د سرحدي سیمو د ستونزو په حل کې د پاملرنې نشتوالي یادونه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې د پوځ له خوا په دغه ایالت کې د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه ژر تر ژره بند شي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې