کورافغانستانپه تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایران څخه تر ۱۶۰۰ ډېرې افغانې...

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایران څخه تر ۱۶۰۰ ډېرې افغانې کورنۍ هېواد ته راستانه شوي دي

يوناما پښتو

افغانستان نیوز۲۴: د تېرې یوې شپې‌ورځې په ترڅ کې، ۱۶۷۲ افغانې کورنۍ له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، ۳۴۸ کورنۍ د نیمروز ولایت له پل ابریشم سرحدي دروازې، او ۱۳۲۴ نورې کورنۍ د هرات ولایت له اسلام‌قلعه بندر څخه هېواد ته داخلې شوې دي.

راپورونه څرګندوي چې په وروستیو اونیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی او هره ورځ لسګونه کورنۍ په زوره بېرته افغانستان ته استول کېږي.

په ورته مهال، نړیوالو د بشري حقونو بنسټونو د افغان کډوالو سره د ایران د چارواکو د چلند په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا کار یې د نړیوالو اصولو او موازینو خلاف بللی دی.

د کډوالو دا پراخ بېرته ستنیدو بهیر په داسې حال کې دوام لري چې ډېری راستانه شوې کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو، د بنسټیزو خدمتونو له نشتوالي او د سرپناه له کمښت سره مخ دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې