کورنړۍد پښتونخوا تیراه سيمه کې نن د پاکستاني پوځ په ډزو کې...

د پښتونخوا تیراه سيمه کې نن د پاکستاني پوځ په ډزو کې ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

افغانستان نیوز۲۴: د پښتونخوا په تیراه سيمه کې نن هغه مهال پاکستان پوځ په ولسي وګړو مخامخ ډزې وکړې او ۶ کسان يې شهيدان او ۱۵ نور يې سخت ژوبل کړل چې ياد شوې سيمې اوسېدونکو د پوځي عملياتو په خلاف سوله ييزو لاريون او ناسته کوله.

په ياده پېښه کې ټپي کسان د پیښور يو شمېر روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د يادې پېښې شهيدانو او ټپیانو ملاتړ لپاره د پېښور خيبر دروازې سیمه کې زرګونه کسان د پوځ خلاف او د يادې پېښې قربانيانو سره ملاتړ لپاره راټول شوي دي.

د يادې پېښې په تړاؤ تردې دمه د پاکستان پوځ په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې