کورافغانستانامیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته، د کډوالو...

امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته، د کډوالو انساني کرامت ته درناوی وکړئ

افغانستان نیوز۲۴: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سرپرست او د ایران هیواد بهرنيو چارو وزير نن ورځ د خپلو ټيليفوني خبرو په لړ کې پر دوو اړخیزو اړیکو، غزه کې بشري بحران او له ایران څخه د افغان مهاجرینو د اخراج په تړاو خبرې وشوې.
متقي په غزه کې روان حالت د کړکېچن بللی او هيله يې کړې چې اغیزناک اسلامي هېوادونه بايد خپل مسؤليت ترسره او روان بد وضعيت نسل وژنه او ولږې ته بايد د پای ټکی کېښودل شي.

امیر خان متقي همداراز له ایران څخه د افغان مهاجرینو د اخراج لړۍ د اندېښنې وړ وبلله او ټینګار یې وکړ چې د اخراج پرمهال تدریج او عزتمند اصلونو ته درناوی وشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم پر خپل وار ژمنه وکړه چې هڅه به وکړي چې له هېواد څخه یې د افغان مهاجرینو د اخراج لړۍ په تدریج او پتمن ډول داسې ترسره شي چې د مهاجرینو حقونه ضایع نه شي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې