کورنړۍد اسراييلو دفاع وزير آيت الله خامنه اي په مرګ وګواښه

د اسراييلو دفاع وزير آيت الله خامنه اي په مرګ وګواښه

افغانستان نیوز۲۴: د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کاټز د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه ای ته د مستقیمې وژنې ګواښ کړی دی. د اسراییلو دفاع وزیر د یکشنبې په ورځ د رامون هوايي اډې څخه د لیدنې پر مهال وویل، که ایران اسراییلو ته ګواښ وکړي، د اسراییلو هوايي ځواک به یو ځل بیا تهران ته ورسیږي، او دا ځل به برید په خامنه ای مستقيم ترسره شي.

د بهرنیو رسنیو په وینا، کاټز د یوې اسراییلي ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې زه غواړم له دې ځایه خامنه ای ته یو واضح پیغام ورکړم: که تاسو اسراییلو ته ګواښ ته دوام ورکړئ، زموږ الوتکې به بیا تهران ته ورسیږي، او دا ځل به په شخصي توګه تاسو ته ورسیږي.

دا ګواښ د ایران سره د ۱۲ ورځني جګړې په پس منظر کې ورکړل شوی و، چې د جون په ۱۳مه د اسراییلو لخوا د ایران په پوځي او اټومي تاسیساتو له برید وروسته پیل شو.

ایران په غچ اخیستونکي برید کې توغندي او ډرونونه وکارول، پداسې حال کې چې متحده ایالاتو د ایران په دریو اټومي تاسیساتو بمباري وکړه. جګړه د جون په ۲۴مه د امریکا په منځګړیتوب د اوربند تړون سره پای ته ورسیده.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې