
افغانستان نیوز۲۴: د غزني قرهباغ ولسوالي کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار ټرافیکي پېښه کې نژدې ۴۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي نن (دوشنبه، اسد شپږمه) رسنيو ته په لیږل شوو مالوماتو کې ويلي، پېښه د قرهباغ ولسوالي «عسکرکوټ» سیمه کې د ۴۰۴ مسافروړونکي او تېلو ټانکر ترمنځ شوې.
ده وویل، پېښه کې ۷ کسانو ژوند بایللی او ۳۱ نور ټپیان شوي.
د غزني د عامې روغتیا رییس محمد ځیرک رنځورمل هم وايي، روغتون ته ۶ جسدونه او تر ۳۰ ډېر ټپیان ور وړل شوي دي.
د پنځو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښوول شوی او د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.
هېواد کې ډېری ټرافیکي پېښې د موټر چلوونکو تېز سرعت او بېاحتیاطۍ په دلیل رامنځ ته کیږي چې ملکي وګړو ته په کې مرګژوبله اوړي.
