
افغانستان نیوز۲۴: د ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په اوږدو کې د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې (۳۹۳۲۹۴) متریک ټنه توکي صادر شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دا توکي د هېواد له څلورو لویو رېل بندرونو: حیرتان، آقینه، تورغونډۍ او خواف–هرات له لارې انتقال شوي.
له حیرتان څخه ۲۸۶۱۸۷ ټنه، آقینه ۳۳۷۷۲ ټنه، تورغونډۍ ۳۶۱۰۹ ټنه او خواف–هرات له لارې ۳۷۲۲۶ ټنه مالونه انتقال شوي دي.
په دغو انتقالاتو کې سوداګریز، نفتي او غیرنفتي توکي شامل وو، چې یوه برخه یې صادرات هم جوړوي.
د همدې میاشتې په ترڅ کې شاوخوا ۳۱۸۹ ټنه صادرات هم شوي، چې پکې وچه مېوې او د انارو جوس د پام وړ زیاد دي.
د رېل پټلۍ له لارې د مالونو انتقال نهيوازې د ترانسپورت بهیر ګړندی کړی، بلکې د اقتصادي ودې، د عوایدو زیاتوالي او کاري زمینو برابرېدو ته یې زمینه برابره کړې.
د طالبانو د ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د لا ډېرو انتقالاتو لپاره شرایط برابر کړي او سوداګرو ته نورې اسانتیاوې هم چمتو کړي.